د خوست پر باک ولسوالۍ د طالبانو بريدونه پر شا شوي
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د ياد ولايت پر باک ولسوالۍ د طالبانو بريدونه پر شا شوي او ګڼو طالبانو ته پکې مرګژوبله اوښتی.
د خوست سیمه ییز چارواکي، وايي طالبانو تېره شپه شنبه (د زمري١٦مه) پر یاده ولسوالۍ بريدونه کړي.
د دوی په وینا امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو طالبانو ته یې دروند زيان اړولی.
د یادونې وړ ده، چې پر یاده ولسوالۍ تر بریدونو وروسته نن د خوست والي مهمند کټوازی يادې ولسوالۍ ته تللی.
دا په داسې حال کې ده، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه.