جنرال خوشحال سادات پر خپله فسبوکپاڼه لیکلي، چې د ولسمشر پرېکړې ته درناوی لري
جنرال خوشحال سادات، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین و، څو ورځې مخکې له دندې ګوښه شو. پر خپلې فسبوکپاڼې لیکلي، چې د ولسمشر پرېکړې ته درناوی لري او خپله دنده یې په ښه توګه تر سره کړې ده. نوموړی لیکي:
“د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین په حیث مې یوولس میاشتې دنده ترسره کړه.
د افغانستان د خلکو د غوښتنو، د جلالتماب جمهور رئيس د هدایاتو او د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم مې خپله دنده د زورواکو، قانون ماتوونکو او ترهګرو پرضد په پوره تعهد سر ته رسولې.”
د خوشحال سادات ګوښه کېدو د زیاتو هېوادوالو غوصه راپارولې وه.
د دوی په وینا د ولسمشر دا پرېکړه مناسبه نه وه ګڼلې او د نوموړي ګوښه کېدل یې زورواکو ته یو فرصت ګڼلی و؛ خو نن جنرال خوشحال سادات پر خپله فسبوکپاڼه لیکلي، چې د هېواد د یوه عسکر په توګه د ولسمشر پرېکړې ته درناوی لري:
“د دې خاورې د یوه عسکر په توګه د جلالتماب جمهور رئيس او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندان وروستي تصمیم ته کاملا احترام لرم. هیله لرم چې د افغانستان د خلکو د قناعت وړ ګرځېدلی وي.”.
خوشحال سادات یوولس میاشتې یاده دنده تر سره کړه، چې د ګڼو هېوادوالو ملاتړ یې پکې تر لاسه کړ.