Pen-ds

له سینده لپه

neshananews

25 December 2019

پوهنیار ضیاالرحمن حسرت

سیکالوژیک اصل دی چې متفکره انسانان دخپل چارچاپیر او حتی د ژوند د موخو په تړاو فکر کوي او هڅه کوي چې له خپل لاشعوره یو څه د ذهني تعقل لپاره ترلاسه کړي خو داکار د هر انسان له وسه پوره نه دی او هر مفکر له لاشعوره د مسایلو راویستلو وړتیا نه لري او هغه خو بیخي مهال وي چې لاشعوریت په لفظي تصویرونو کې وړاندې کړي.
ارواښاد پوهاند ډاکټر سیدبهأالدین مجروح ښایي زموږ د ادب له نادرو علمي هستیو وي چې خپل لاشعوري مسایل یې په لفظي تصویرونو کې ښکاره کړي او فلسفي افکار یط په داسې نادر انداز شته کړي چې د افکارو او الفاظو امتزاج،د موضوعګانو تسلسل،دالفاظو اوډون او د انسانیت راز د ژوند د موخو سره څنګ په څنګ یادکړي.
استاد مجروح په ټولنه کې د انسان اتنولوژیک مسایل او انتروپالوژیک مسایل هم په خپلو افکارو کې تصویر کړی دی. یعنې انسان یې له جسماني او فرهنګي اړخه راپېژندلی دی،هغه خپل وطن او د خپلې ټولنې ناورین،د هغه مهال انسانانو سلوک،ژوند،پرمختګ،او د ژوند فرهنګ له ژورو فلسفي افکارو سره انځور کړی دی.
استاد مجروح هغه مهال تر ټولو لوی زورواکي او ظالم ته د هیواد د ظالم ځانځاني فاتح کلمه کارولې او د خپلې ټولنې معصومې او مقدسې پېغلې او انسانان یې د هوسیو په نامه یادوي، څنګه چې هوسۍ د خپل ژوندانه چاپیریال کې له ظالمو لیوانو آرامه ژوند نه شي کولی داسې د ارواښاد استاد مجروح د ټولنې خلک هم د خپل وخت د ظالمانو له لاسه هغسې ژوند لري لکه هوسۍ یې چې د لیوانو ترمنځ لري.
پوهاند صیب مجروح د ځانځاني ښامار په ۸۵مخ کې همدا تصویر دا ډول وړاندې کوي:

قهرمان ژر په لینده کې غشی کېښود
په یو کش غشی روان شو
غرڅنۍ زړګی شو څېرې
شوه خپره وره په خاورو
نو یې مخ کړلو د ښځو په طرف بیا
داسې ووې:
نن مې اوږدمزل کړی په دښتو کې
لږستومانه شانتې ښکارم
هم مې زړه کېږي خوراک ته
ورشئ لاړې شئ پالنګ راته تیارکړئ
او همدغه غرڅنۍ راته وریته کړئ
(۱-۸۵)

د پوهاند مجروح په دغه نظم کې زموږ د ټلونې د روان ناورین هغه باب هم په څرکونو دی چې د ظالمو زورواکو له خوا به د ښارونو معصومې ښځې د جنسي تندې خړوبولو لپاره یرغمل کېږي.
دا نظم زموږ د ټولنې انځور په رڼو تورو او رڼو مفاهیمو کې وړاندې کوي،زه په کې کټ مټ همداخپل ناورین مشاهده کوم.
د استاد مجروح په لاندې نظم کې بیا زموږ د ټولنې یوه بله اتنولوژیکه مسله په فلسفي انداز کې مطرح شوې ،که څه هم دی په څرګنده د ټولواک او ښامار له هیروګانو غږېږي خو حقیقت دادی چې په قریبه معنی کې همدا عقیده او فرهنګ زموږ به اوسنۍ ټولنه کې هم بارز دي.

سترټولواکه پهلوان بیا
خپلې هسکې ماڼۍ خواته
آبادي یې بله وکړه باشکوه
نوم یې شو دعبادت ځای
استاد مجروح د همدې نظم په دوام کې وایي:
دمعبد د ګنبد لاندې
یو بوډا به سترراهب و
جامې ژېړې کمیس اوږد
سر سرتور
د بت پښو ته به تل ناست و
بیا به ده د بت له خولې کړه بیانونه
امر،نهې،تهدیدونه،اخطارونه
زوړ ،زلمي،نارینه ،ښځې به ورتلل ټول
(۱-۸۷)

د همدې نظم په دوام کې له دې بت او معبد څخه دعاګانې غوښتل کېږي او عبادات یې کېږي،دلته معبد د ظالم ټولواک له خوا د عبادتځای په نامه څرګند یاد شوی خو څه چې د ټولواک په دې معبد کې کېده هغه په لږ توپیر سره زموږ ټولنه کې په زیارتونو کې کېږي.
عین انځور زموږ د مقابرو دی،هویت یې څرګند نه وي،لویې جنډې مو پرې لګولې وي او د عقایدو د شفاهي بنسټ له مخې مو ورته خپل عقیدت وړاندې کړی وي.
په دې نظم کې د استاد مجروح خرافاتي عقایدو سره مجاهده،د مشکوکو مرشدانو نه منل او پر مجهولو ظاهراً مقدسو خو له آره ناولو اماکینو باور نه درلودل ښکاري.
د پوهاند مجروح د کیسې راوي چې کله د ماښام په تیارو کې د سفر پر نیلی سپرېږي او د ښار له واټونو د بیابان غېږې ته ننوځي، یو مهال داسې یوې نړۍ ته فکر وړي او په شته وو بیابانونو کې ښار ګوري چې خلک یې د یوبله ښه وبد وایي،د ښارونو ژوند ته رجحان لري،هرڅه د ژوند لپاره برابروي خو د نړۍ له زواله خبر نه دي ،راوي د دوی دې حرص ته منتقد کېږی او د دنیا پر پایښت عقیده نه ساتي، د دوی هڅې د باد پرمخ ایرې ګڼي وایي:

که توپان له ریګستانه را ولاړ شي
که دابحر ناڅاپي متلاطم شي
نو د سترګو په یو رپ کې
ښارحصار به پاتې نه شي
هست او بود نیست او نابوده

د همدې نظم په دوام د پوهاند مجروح ګروهه څرګندېږي چې د دنیا پر ژوند یې باور نه دی ساتلی او د یوم الساعه پر رسېدلو او د هغې ورځې پر حالت یې ګروه تر وروستي بریده دی د دنیا له هوسونو خوندي ساتلی.
د ارواښاد پوهاند ډاکټر سیدبهأالدین مجروح د نظم څو ځانګړنې مې په دې ډول غوره کړي:
-په معنوي لحاظ د ټولنې یو واقعیت یې په فلسفي او تفکري حد کې وړاندې کړی.
-د مسرو ترمنځ یې سوپنس یا تلوسه څپڅپانده ده.
-تصویرونه یې لوستونکي او اورېدونکي له خپله ځایه له ځانه سره بیایي او د خپل نظم پر جغرافیې یې ګرځوي.
-غږېدونکي یې پر ضمایرو یادېږي او له مبتذلو نومونو یې کار نه دی اخیستی.
-د پېښې د انځور لپاره یې د الفاظو او معنی ترمنځ امتزاج ډېر جالب دی.
-فلسفي مفاهیم یې په ساده او عادي الفاظو کې وړاندې کړي،د ټولنې عیني انځورونه یې له اغېزناکو زاویو مطرح کړي.
-راوي یې یوځای غایب او بل ځای متکلم دی خو دا ترتیب یې د نظم د کیسې د ښې شرحې،ښه پیغام او ښې رنګارنګۍ په موخه کړي.

پوهاند مجروح د انساني طبعیت د قاتل مزاج د پایښت یوه نغوته هم لري چې انسان دخپل ځان او انسانیت لپاره یو دوزخ دی او هغه پر دې دلیل چې انسان د ګناهونو مرتکب وي او په هیڅ ډول له ګناهونو خوندي نه وي او انسان د انسان لپاره د ګناهونو د خلقت مصدر دی او دا مصدر به د انسان لپاره دوزخ وي .
هغه په ځانځاني ښامار کې لیکي:
تر کوم وخته چې دا زمکه دا آسمان وي
تل دهرانسان دوزخ به بل انسان وي
(۱-۶۷)

دی معتقد دی چې انسان د ژوندانه په بهیر کې د ګناهونو مرتکب دی او خپل ځان به د ده لپاره د ظلم او وحشت زمینه برابروي خو هغه مهال چې دی د سرکشه او یاغی نفس لاروی وي خو که د یاغي نفس سره مبارزه وکړي نو بیا انسان د بل انسان لپاره د دوزخ پرځای جنت هم کېدای شي.