شبرغان-1-880x550 (1)

د اختر په دریو ورځو کې شبرغان ښار کرنټين کېږي

neshananews

20 May 2020

د جوزجان ولایت سیمه ایز مسوولین وايي، چې له کرونا سره د مبارزې کمېټې پرېکړې ته په کتو به شبرغان ښار د اختر په دریو ورځو کې کرنټين وي.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه له نشانه نېوز سره په خبرو کې وویل:« له کرونا سره د مبارزې کمېټې پرېکړې ته په کتو شبرغان ښار د اختر په ورځو کې کرنټین کېږي. یواځې د خوراکي توکو هټۍ به خلاصې وي.» د هغه په وینا په جوزجان کې اوس تر بل هر وخت د کرونا د خپرېدو امکان زیات دی او ملایان هم په دې برخه کې لمونځ‌کوونکي هڅوي، چې واټن مراعت کړي.

د جوزجاني والي مرستیال وايي، چې د جوزجان پولیس به له ټولنیز واټن څخه مخنیوي کوي او هغه له خلکو څخه غواړي، چې دا اختر په کورونو کې تېر کړي. هغه همدارنګه زیاتوي، چې سر له سبا به په جوزجان کې عامه پوهاوی پیل شي. له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې له قانون څخه سرغړونه کوي.

په ورته وخت کې په جوزجان کې ځينې دوکانداران وايي، چې د شبرغان کرنټين به مثبته پایله ور نه ورکړي. له دوی څخه یې یو تن طاهر دلسوز وايي:« له روژې مخکې او تر روژې وروسته مو رسټورانټونه بند وو، اختر ته مو سترګې وې، چې کار به پکې وکړو؛ خو په اختر کې هم کرنټين شو. که دولت موږ کار ته نه پرېږدي؛ نو دا کرایه بیا له کومه کړو؟»

دا په داسې حال کې ده، چې په جوزجان کې اوس حالت عادي دی او هر څه پرانیستي دي. د عامې روغتیا د شمېرنو له مخې تر اوسه په جوزجان کې د کرونا ۱۱۶پېښې ثبت شوې دي، چې شپږ تنه ترې مړه شوي دي.