WhatsApp-Image-2020-05-30-at-1.09.47-PM-880x400

عبدالله: موږ بین الافغاني خبرو ته ژمن یو او مذاکراتي پلاوی هر وخت چمتو دی

neshananews

30 May 2020

د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، چې د دوی اړخ بین الافغاني خبرو ته ژمن او مذاکراتي پلاوی یې هر وخت چمتو دی. عبدالله، چې نن یې په رسمې بڼه خپله دنده پیل کړه په کابل کې په یوې خبري ناستې ته وویل، چې درې ورځني اوربند د سولې خبرو ته ښه لاره هواره کړې. د هغه په وینا د مصالحې شورا مستقیمو خبرو ته ژمنه ده.

ډاکټر عبدالله وايي،  د مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې او نور غړي به په راتلونکې اوونۍ کې اعلان شي. هغه د سیمې هېوادونو ته تمه وښوده، چې په افغان سوله کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د عبدالله په وینا په افغانستان کې سوله د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده.

د مصالحې شورا مشر په خپلو خبرو کې وویل، چې اوربند، د زندانیانو تبادله او د تاوتریخوالي کمښت ټول د سولې زېري دي او دا شورا به د سولې په برخه کې یوه هڅه هم و نه سپموي. د هغه په وینا د دې شورا د غړو نوملړ ته زیات وخت نشته، له مخکې جوړ شوی او په دې شورا کې د ځوانانو او مېرمنو ونډه په پام کې ده.

د یادونې وړ ده، چې د ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د روان کال غويي د میاشتې پر ۲۸نېټه سیاسي هوکړه وشوه، چې پر بنسټ یې ښاغلی عبدالله د ملي مصالحې شورا مشر وټاکل شو، چې د سولې په برخه کې یې لوی مسوولیت تر غاړې دی.