IMG-20200129-WA0007

په تخار کې د وسلو دوه قاچقبران نیول شوي دي

عرفان برزگر

29 January 2020
د تخار د پولیسو چارواکي په ياد ولایت کې د وسلو د دوو قاچقبرانو د نیولو خبر ورکوي. سعیدمعراج الدین سادات وايي، چې د تخار ولایت د له تروریزم سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ د دې ولایت دوه اوسېدونکي د وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د ده په وینا یاد کسان د تالقانو په ښار کې د قبري قاضي امنیتي پوستې نیولي دي. سادات زیاته کړه، چې له دې کسانو سره یو میل راکيټ، دوه میله کلاشنکوفونه او د ماشینګڼې مرمۍ هم د پولیسو نیول شوې دي. سادات په دې هکله څه و نه ويل، چې نیول شویو کسانو دا وسلې چا ته وړې؛ خو و یې ویل، چې د دوی په هکله د پولیسو څېړنې روانې دي.