2277238-880x541

په کندز کې د طالبانو اووه کسیزه تبلیغاتي او مالي ډله ونیول شوه

عرفان برزگر

20 January 2020

د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند هادي جمال وایي، چې ځانګړو امنیتي ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت د ښار شاوخوا او په چهاردرې ولسوالۍ کې عملیات کړي دي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د ډلې اووه تنه مالي او تبلیغاتي مسوولين نیولي دي.

جمال زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو زیات شمېر مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او لس ځای پر ځای شوي ماینونه هم شنډ شوي.