ویروس-کرونا-2-880x550

کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶ ناروغان مړه شوي او ۱ زر ۵۷۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

neshananews

23 June 2021

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۸۶ناروغان مړه شوي او همداراز په هېواد کې ۱ زر ۵۷۵د کرونا نوې مثبتې پېښې ثبت شوې.
عامې روغتیا وزارت نن شنبه (د چنګاښ۲) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۵ زره ۹۶شکمنې پېښې کتل شوې، چې له دوی څخه یې ۱ زر ۵۷۵ مثبتې دي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۱۰۹ زرو ۵۳۲ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ۴ زره ۴۵۲ مړه شوي دي.