نامم کچاست

درې کلنی رسنیز غږ؛ زما نوم چېرته دی؟

neshananews

05 July 2020

د افغانستان په سړيپاله ټولنه کې د مېرمنو د حقونو لپاره د دومره مبارزو سره بیا هم مېرمنې له پامه غورځول شوې. حتا تر دې، چې دوی ته د دویم جنس په سترګه کتل کېږي. د تېرو دوو لسیزو په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي خوځښتونو کې د دوی یوې خوا ته کېدل د دې سبب شوي، چې د ښځو نوم هم له پامه و نه غورځول شي.
تر اوسه لا د مرګ پر وخت هم د مېرمنو نومونه نه یادېږي. د مړینې پر وخت هم دوی د پلار، ورور او یا نورو خپلوانو پر نوم پېژندلې کېږي.
شاوخوا درې کاله وړاندې د هېواد په لوېدیځ کې ځینو نجونو د خپل پېژاند د مړه کېدو پر وړاندې غږ پورته کړ.
دوی د “زما نوم چېرته دی؟” پر نوم کمپاین او مبارزه پیل کړه، چې د هېواد تر څنګ په نورو هېوادونو کې د مېرمنو پام هم ځان ته راواړوه، چې اوس پر یوه نامتو غږ بدل شوی.
لاله عثماني، هغه مېرمن، چې درې کاله مخکې د هرات پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغه شوه. تر فراغت وروسته یې پام شو، چې په هېواد کې د مېرمنو نومونه له ورکېدو سره مخ دي. دې خبرې ته هغه وخت د لاله فکر شو، چې یوه نامتو شاعر د مړینې په اعلان کې د خپلې مېرمنې نوم نه و اخیستی. دا داسې کړنه وه، چې څوک ترې وپوهېږي د هېواد لوستی پوړ هم د مېرمنو پېژاند له له پامه غورځوي.
دوی له هغې ورځې راپدېخوا د مېرمنو د نوم غوښتو په پار مبارزه پیل کړه، چې له تود هرکلي سره مخ شوه.
که څه هم دا بهېر او غږ له غبرګونونو سره هم مخ شو، خو دوی خپلې مبارزې ته دوام ورکړ. لاله عثماني وایي، چې تر ټولو ټکان ورکوونکې ورته دا وه، چې یوه کس ورته ویلي و، د مرګ تر ورځې یې د مور نوم نه و زده.
هغه وایي په دې ټولنه کې سړيپالنې دې ته زمینه برابره کړې، چې خلک تر مړینې وروسته هم خلک د مېرمنو نومونه وا نه خلي.
هغه ټینګار کوي، چې د هرات په هدیرو کې داسې قبرونه شته، چې د مېرمنو نومونه پر خپلواکه بڼه نه دي لیکل شوي. لاله وایي، چې د مبارزې دلیل یې له دې فکر سره مبارزه ده.
خو اوس لاله وایي، د دې مبارزې پایله دا شوه، چې په برېښنایي تذکرو او نورو اسنادو کې د مور نوم هم ولیکل شي.
د لاله په وینا له سیاسي شخصیتونو، ولسي جرګې او نورو بنسټونو سره یې په دې هکله بحثونه کړي او په دې برخه کې به ژور تغیرات رامنځته شي.
وړاندوینه کېږي، چې “نوم مې چېرته دی؟” کمپاین به یو ځل بیا په رسنیو کې څرګند او عام شي. د کوم غږ، چې دا دی:
« ښځه خپلواک انسان او د خپل پېژاند خاونده ده. موږ د سړیو په نوم کې د مېرمنو د نوم د ورکېدو تابو ماتول غواړو او د دې لپاره په اسنادو کې د پلار تر څنګ د مور نوم هم ثبت شي.”