بدخشان

د بدخشان د کرنټين تګلاره کابل ته لېږل شوې

neshananews

30 March 2020

په بدخشان کې د کرونا یوې مثبتې پېښې له ثبت سره سم د یاد ولایت د کرنټين تګلاره جوړه شوې او کابل ته لېږل شوې. د دې تر څنګ د بدخشان ولایت مسوولین د ګڼې ګوڼې پر ځایونو د یو لړ بندیزونو خبر ورکوي. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري نشانه نېوز ته ویلي، چې د کرونا د مثبتې پېښې له ثبت سره یې د بدخشان د کرنټين تګلاره جوړه کړې او د منلو لپاره یې کابل ته لېږلې ده. د دې تګلارې له مخې به د څو اونیو لپاره د بدخشان ولایت دولتي ادارې رخصت شي او د خوراکي توکو له هټیو پرته به نور ټول پلورنځي وتړل شي. د بدخشان سیمه‌ایزې ادارې مسوولین وايي، چې مرکزي حکومت ته د لېږل شوې تګلارې تر منل کېدو به دوی وړ ګامونه اخلي او په دې برخه کې به امینتي ځواکونه ورسره مرسته کوي.

د بدخشان سیمه‌ایزې ادارې دا ګام تر هغې ورسته اخیستی، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په دې ولایت کې د کرونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوه. د بدخشان د عامې روغتیا مسوولین په بدخشان کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو اندېښنه لري او وايي، چې په دې ولایت کې د خلکو د ناپامۍ له امله ګڼ شمېر کسان پر کرونا اخته کېدای شي. د بدخشان د عامې روغتیا ریس نور خاوري په دې هکله وايي:

«خلک په دې ولایت کې د عامې روغتیا لارښونو ته پام نه کوي؛ نو اړ یو له نورو ارګانونو په مرسته جدي ګام واخلو. » د عامې روغتیا ریس همدارنګه زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د څو نورو شکمنو پېښو ازموینې هم کابل ته لېږل شوې دي. د نوموړي په وینا د بدخشان په کرنټين سره به د کرونا له پېښدونکي خطر څخه مخنیوی وشي.

بل خوا د بدخشان ځينې مدني فعالان د بدخشان د ادارې پر اوسنۍ تګلاره نیوکه کوي او وايي، تر هغې، چې پر خلکو جدي بندیزونه و نه لګول شي، خلک په اسانه لارښوونې او سپارښتنې نه پلې کوي.

یو تن مدني فعال عبدالباعث وايي، چې دې ولایت ته د ګڼ شمېر مسافرو راتګ او د روغتیا ساتنې لومړنیو توکو ته پام نه کول په دې ولایت کې د کرونا ویروس د زیاتېدو سبب کېدای شي. د هغه په وینا تر اوسه لا په بدخشان کې محفلونه او ودونه په عادي بڼه تر سره کېږي، که یې مخه و نه نیوله شي د کرونا ویروس په بدخشان کې ډېرېدی شي.

په ورته وخت کې د بدخشان د والي ویاند خلکو ته ډاډ ورکړی، چې ورسته له سې‌شنبې(د وري له دولسمې نېټې) به په دې ولایت کې د خلکو ګڼه ګوڼه راکمه او ځانګړې تګلاره عملي شي. د نوموړي په وینا د ودونو پر محفلونو به هم بندیزونه ولګول شي.

د نظري په وینا د بدخشان والي د هوټلونو، حمامونو، د ودونو تلارونو او غیراړینو مارکېټونو د تړلو لپاره کمېټه ټاکلې ده، چې پر کار به پیل وکړي، تر څو له کرونا ویروس څخه مخنیوی وشي. د والي ویاند وايي، چې له امینتي ځواکونو سره په همغږۍ به د روغتیا ساتنې کمېټه د بدخشان ولایت په عمومي ځایونو کې دوا هم وپاشي.

د بدخشان ولایتي ادارې تازه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي کمېټه جوړه کړې ده، چې پر مټ به یې په دې ولایت کې د کرنټين عملي ، عامه پوهاوی تر سره او د توکو بیې وڅارل شي. د بدخشان چارواکي همدارنګه وايي، ټولو ولسوالیو ته یې خبر لېږلی، چې له ایران څخه راغلیو کسانو ته پر کور کې د پاتې کېدو سپارښتنه وکړي.