WhatsApp-Image-2020-04-21-at-11.34.23-AM-880x550 (1)

د کرونا ناروغان د جوزجان په روغتون کې بستري کېدو ته زړه نه ښه کوي

neshananews

04 May 2020

په جوزجان کې پر کرونا اخته ناروغان د جوزجان په روغتون کې بستري کېدو ته زړه نه ښه کوي او د کرنټين لپاره تر روغتون کور غوره ګڼي. د جوزجان مدني فعالان دې چار ته اندېښمن دي او وايي، چې دولت او روغتيايي بنسټونه باید د کرونا ناروغانو ته اجازه ور نه کړي، چې پر کور کرنټين شي.

په جوزجان کې د ځوانانو د امریت مشر او مدني فعال اخترمحمد فیضي له نشانه نېوز سره په  خبرو کې وویل: « زموږ د راپورونو له مخې ځينې د کرونا ناروغان په کورونو کې کرنټين دي. په دې نازک وخت کې باید روغتیايي مسوولین دوی ته دا اجازه ور نه کړي.» ښاغلی فیضي وايي، چې دا کار ځکه د اندېښنې وړ دی، چې د هغوی کورونو ته خپلوان ورځي او په جوزجان کې خلک د کرونا ویروس په هکله بشپړ پوهاوی نه لري او نه هم روغتيايي سپارښتنې عملي کوي. په ورته وخت کې د جوزجان د روغتیا ریاست سرپرست فرید عزيزي نشانه نېوز ته وویل:

« له بده مرغه د کرونا ځينې ناروغان نه غواړي، چې په روغتون کې بستر شي. زیات وخت یې کورنۍ راځي او هغوی له روغتون څخه باسي.» نوموړی وايي، هغه ډاکټران، چې پر کور کرنټين دي. روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیسي؛ خو عام وګړي بیا دا چاره نه تر سره کوي.

بل خوا د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مرستیال وايي، چې دوی هڅه کوي ناروغان په روغتون کې وساتي؛ خو کورنۍ یې نه پرېږدې. هغه وايي د ډېر ټينګار پر وخت چارواکي مداخله کوي او ناروغان له روغتون څخه باسي. د شمېرنو له مخې تر اوسه په جوزجان کې د کرونا ویروس ۳۲مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دوی څخه یې یوازې یوولس تنه کرونا ناروغانو ته په ځانګړي شوي روغتون کې بستري دي؛ نور ټول ناروغان پر کورونو کرنټين دي او روغتیايي ډلې یې وخت پر وخت څارنه کوي.