Domestic-ViolenceFeatured-Image-880x550

په کرنټين کې د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی او پایلې یې

neshananews

07 May 2020

فرح دېبا انوري

د کورنیو تاوتریخوالو موضوع وهڅولم، چې په هکله یې یو څو کرښې ولیکم، ځکه دا تاوتریخوالی د ۲۱مې پېړۍ پر یوه زهرناک، ویروسي او بد نوم بدل شوی دی.

تاوتریخوالی، چې په فارسي ژبه کې د خشونت کلیمه ورته کارېږي، لغوي معنا یی د ناوړه چلند، توندي او نابرابري ده؛ خو له معنوي اړخه ضرر رسولو، مادي او معنوي زیان، او هر هغه زیان ته وايي، چې له رواني او بدني اړخه یې یو لوی پر بل لوري کوي.

بېلابېلو ټولنو  ته په کتو تاوتریخوالی پر دوه ډوله دی. یوه ته یې لمسي(مرئي) تاوتریخوالي وايي او بل ته یې غیرلمسي(نامرئي) تاوتریخوالی وايي. لمسي تاوتریخوالی لکه څنګه، چې یې له نوم څخه ښکاري هغه تاوتریخوالی دی، چې له فزیکي او بدني اړخه د لمس وړ وي لکه؛ وهل ټکول، شکنجه، تېری او ورته نورې فزیکي کړنې. غیرلمسي تاوتریخوالی بیا هغه دی، چې له فزیکي او بدني اړخه د لمس وړ نه وي او انسان له رواني اړخه زیانمنوي لکه؛ بې‌باوري، غیبت، کینه، پر چا کینایې ویل، مسخرې او داسې نور.

په دې دوه ډوله تاوتریخوالو کې ګڼ جنسي، مالي، قانوني، دولتي، حقوقي، ټولنیز، کورني، کلتوري او جوړښتي تاوتریخوالي شامل دي. له دې ټولو څخه یې یو، چې اوس عام شوی دی او په کرنټيني ورځو کې یې په نړۍ کې کچه لوړه شوې هغه کورنی تاوتریخوالی دی. په کورني تاوتریخوالي کې له اقتصادي، جنسي، عاطفي اړخه ازارونې؛ د څښتنتابه حس، ماشوم ازاري، لفظي شخړې، له نارینه پیاوړتیا څخه ګټه، ژبنۍ ازارونه او تلپاتی وحشت شامل دي.

په دې تاوتریخوالي کې د کورنۍ یو تن له خپل زورزیاتي څخه په ګټه پر نورې کورنۍ ځان لوړ ګڼي او په کور کې وحشت خپروي. که څه هم دا تاوتریخوالی عمر او جنسیت نه پېژني؛ د هر کس پر وړاندې کېدای شي؛ خو بیا یې هم په نړۍ کې زیات قربانیان ماشومان او ښځې ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ د یاد سازمان مشر ویلي؛ په وروستیو کې کورنی تاوتریخوالی په ځانګړې توګه د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی څو برابره زیات شوی دی. په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم مېرمنې په خپل کور کې، چې د هغوی لپاره تر ټولو امن ځای دی له تاوتریخوالي سره مخ دي. معمولا په یوه تړلي چاپېریال کې د اوږد وخت لپاره پاتې کېدل د هغه چاپېریال د اوسېدونکو تر منځ اختلاف زیاتوي، چې اوسنی وخت یې ښه بېلګه ده.  تر څنګ یې له کرونا ویروس څخه وېرې هم خلک پر یو ډول سټریس اخته کړي دي، چې دا سټریس هم ډېر کله د کورنیو تر منځ د تاوتریخوالي سبب کېږي. افغانستان هم له دې تاوتریخوالي نه دی پاتې. که څه په هېواد  کې تر کرنټين مخکې هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی و؛ خو د کرونا ویروس وېرې، چې نارینه پر کور کړي دي؛ دا تاوتریخوالی څو برابره شوی. پر کور ناستی او د کرونا ویروس له وېرې سټریس د کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شوي.

 هرات ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې پکې ثبتېږي. که څه هم له کرنټین سره سم په هرات کې دولتي ادارې رخصت دي؛ خو د یاد ولایت په امنیه قومندانۍ کې ګڼې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي. په بدخشان کې هم ورته پېښې ثبت شوې دي. څو ورځې مخکې د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې یوه ورور خپله خور له کور څخه د تېښتې په جرم پر چاقوګانو وژلې وه. د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته تاوتریخوالي شته؛ خو ښايي د دولتي ادارو بندښت یې د ثبت مخه نیولې وي.

لکه، څنګه، چې مو مخکې یادونه وکړه؛ په نړۍ کې د کورني تاوتریخوالي زیاتره قربانیان ماشومان او مېرمنې دي. په نړۍ کې دا دوه پوړه انسانان ډېر د بدني او جنسي تېري ښکار هم کېږي. په هېواد کې ښځې له مناسبې اقتصادي، مالي او فردی ازادۍ څخه بې برخې دي او دولت هم ځانګړی پام نه ورته کوي، چې دې کار ټولنې ته لوی زیان اړولی دی؛ خو باید ووایم، چې د دې شوم او بد تاوتریخوالي سیوری هېڅ پوله نه پېژني او ټول انسانان ګواښي.

که څه هم اوس نړۍ هڅه کوي، چې راپورته شوې ستونزې ته حللاره پیدا کړي او د کورني تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي؛ خو تر اوسه پر دې نه دي بریالي شوي. تر اوسه معلومه نه ده، چې د کرونا ویروس سیوری به کله د نړۍ له مخه پورته شي او ښارونه به څه وخت له کرنټين څخه خلاص شي؛ خو نارینه باید تر هغې، چې کرنټين نه وي خلاص د ښځو پر وړاندې له زورزیاتې او ناوړه چلند څخه لاس واخلي، ځکه د سړیو له لوري تاوتریخوالی کولای شي، چې پر کورنیو د خپګان اوږدمهاله سیوری وغوړوي.