WhatsApp Image 2020-02-29 at 6.59.11 PM

له افغان دولت څخه د ناټو او امریکا ملاتړ او په ورته وخت کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک

neshananews

29 February 2020

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له تړون سره پر یوه وخت د ناټو سرمنشي او د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې له ولسمشر غني سره یو ځای رسنیز کنفرانس ورکړ. د ناټو سرمنشي ښاغلی ینس استولتنبرګ هغه خبرې تکرار کړې، چې یوه ورځ مخکې یې په بروکسیل کې کړې وې. نوموړی وایي، چې ناټو له افغان دولت او افغان ځواکونو سره مرستو ته ژمنه ده او د افغان سولې په هکله به وروسته تر بین الافغاني خبرو پرېکړه وکړي.

بل خوا د امریکا د دفاع وزیر مارک سپر هم له افغان دولت سره پر مرستو ټینګار وکړ. نوموړی وایي، چې سولې ته ژمن دي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو پر مشروطه پرېکړه به د طالبانو ژمنو ته په کتو غور وشي. نوموړي په افغانستان کې د تلپاتې سولې پر راتګ ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. نوموړي په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې، ناټو او امریکا له همکارۍ مننه وکړه او د افغان ځواکونو تر پیاوړتیا وروسته یې د بهرنیو ځواکونو پر تدریجي وتلو یې ټینګار وکړ. ولسمشر وویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په هوکړه کې ځینې شیان ورته د منلو نه دي؛ خو له طالبانو سره به په بین الافغاني خبرو کې پرې بحث وشي.
تر دې کنفرانس مخکې جمهوري ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات په هېواد کې تلپاتې سولې او د جګړې پای ته ژمن دي تر څو له سیمه ایز او نړیوال امنیت سره مرسته وکړي.

په اعلامیه کې پر څلورو نورو مهمو مسلو؛ د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او متحدینو پر ضد د تروریستي ډلو په ګټه کار نه اخیستل، د بهرنیو ځواکونو پر تدریجي وتلو، د بین الافغاني مذاکراتو په پیل او دایمي اوربند هم خبرې شوې وې. ټاکل شوې، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ لومړنۍ خبرې اتري به په ناروې هېواد کې پیل شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په حضور کې د طالبانو د استازي عبدالغني برادر او زلمي خلیلزاد تر منځ لاسلیک شوه.