د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کویټ له امیر سره د افغانستان اړوند خبرې کړې
په کویټ کې د امریکا سفارت اعلان کړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انتوني بلینکن له هنده کویټ ته تللی.
ياد سفارت نن پنجشنبه (د زمري اوومه) په يوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې بلینکن نن کویټ ته رسېدلی. د خبرپاڼې پر بنسټ بلینکن د کویټ له امیر سره د افغان سولې اړوند خبرې کړې.
تېره ورځ بلینکن له هندي چارواکو سره د افغان سولې اړوند خبرې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دریو میاشتو په افغانستان کې جګړې زیاتې شوی.
په دې موده کې ځينې ولسوالۍ طالبانو ونيولې؛ خو په وروستيو کې يې دولت د ځینو بېرته نیولو خبر ورکوي.
امریکا په افغانستان کې زر سرتېري پرېږدي
30 Jun 2021
بایډن د خپلې خوښې لمریزې عینکې پوتین ته ډالۍ کړې
17 Jun 2021