امریکا په افغانستان کې زر سرتېري پرېږدي
CNN شبکې د امریکا د لوړپوړو چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې امریکا به په افغانستان کې زر سرتېري پرېږدي. یادې امریکايي رسنۍ نن چهارشنبه (د چنګاښ نهمه) په یوه راپور کې لیکلي، چې دا سرتېري به د امریکايي ځواکونو تر بشپړ وتو وروسته په افغانستان کې پاتې وي.
د CNN تلویزوني شبکې د خبر له مخې پاتې امریکايي سرتېري به د کابل هوايي ډګر، امریکا سفارت او په کابل کې د نورو مهمو دولتي ودانیو ساتنه کوي.
امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي بڼه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې خبر ورکړل شوی و، یاد ماموریت به ترکي سرتېرو ته سپارل کېږي، چې طالبانو یې هم پر وړاندې غبرګون ښوولی و.
د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ دوه میاشتې مخکې پیل شوې، چې تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو (د سپټمبر تر یوولسمې) به بشپړه شي.
امریکا په افغانستان کې زر سرتېري پرېږدي
30 Jun 2021
بایډن د خپلې خوښې لمریزې عینکې پوتین ته ډالۍ کړې
17 Jun 2021