استرالیا په افغانستان کې خپل سفارت تړي
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په لنډمهالې توګه له افغانستان څخه خپل ډیپلوماټان باسي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، د غبرګولي ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دوی سفارت به تر نامعلومې نېټې تړلی وي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا پرېکړه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهېر تر پیلېدو وروسته شوې.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د سفارت تړل یې له افغانستان سره د اړیکو د پرېکون په معنا نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال غویي میاشتې پر یوولسمه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو لړۍ پیل شوې، چې تر راتلونکو څلورو میاشتو به دا لړۍ بشپړه شي.