مجلس-نمایندگان-880x550

افغانستان د پارلماني اقتصادي همکاریو (پیکو) غړیتوب تر لاسه کړ

neshananews

03 June 2021

افغانستان د اقتصادي پارلماني همکاریو یا پیکو غړیتوب تر لاسه کړ. ګاونډي هېوادونه د دې ټولنې غړي دي او په اقتصادي برخه کې به ورسره همکاري کوي.
د افغانستان ولسي جرګې رسنیز دفتر نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان د میررحمان رحماني په غوښتنه د دې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی دی. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې ټولنې د رهبري پلاوي د پرېکړې پر بنسټ د دوريي رییس په توګه ټاکل شوی.
ایران، پاکستان، ترکیه، اذربایجان، افغانستان، قیرغزستان، اوزبکستان او تاجیکستان د پیکو ټولنې غړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیمې هېوادونو تر منځ د همکاریو د زیاتوالي لپاره به په پیکو کې د افغانستان غړیتوب اغېزمن وي.
ټاکل شوې د پیکو راتلونکې غونډه راروان کال په کابل کې وشي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان په وروستیو کې د پیکو د غړیتوب لپاره ډېرې هڅې وکړې. اوسمهال د افغانستان د اقتصادي پراختیا په موخه د سیمه‌ییز اتصال تګلاره ډېره مهمه تګلاره ګڼله کېږي.