33871668_1818218611550827_3745289684876525568_o

په اقتصادي پراختیا او د ورېښمو د لارې په کمربند کې د ګډو بازارونو رول

neshananews

30 December 2019

په وروستیو کلونو کې د بدخشان ولایت په سرحدي سیمو کې د تاجکستان او افغانستان تر منځ ګډو بازارونو خلکو ته زیات شمېر اسانتیاوې برابرې کړې دي.
تاجیکستان په دې سیمو کې د ګډبازار د جوړولو په پار په یاده سرحدي سیمه کې د یوه اقتصادي دهلېز د جوړولو ژمنه کړې؛ خو په وروستیو کې په بدخشان ولایت کې ناامنیو پر دې بازارونو منفي اغېز ښندلی او د تېر کال په نسبت یې د خلاصو بازارونه شمېر کم دی.

ولسمشر اشرف غني بدخشان ولایت ته په خپل وروستني سفر کې په دې ولایت کې د امنیت په تامین، وده او ودانۍ، د کانونو پر مدیریت، ښایسته سالاري او برېښنا سربېره په دې ولایت کې د ګډو بازارونو پر جوړولو هم ټینګار کړی دی. ولسمشر غني د دې ولایت له خلکو سره په لیدنه کې ویلي:
«ګډبازارونه او سرحدي پلونه پراخوو. له تاجیکستان سره په همکارۍ د بدخشان په سرحدي سیمو کې یو اقتصادي دهلېز جوړوو.»

د افغانستان بدخشان او بدخشان تاجیکستان په سرحدي سیمو کې څلور ګډ بازارونه دي. دا بازارونه په اشکاشم، شغنان، مایمي او نسي ولسوالیو کې دي، چې په اوونۍ کې یو ځل جوړېږي. په دې بازارونو کې د دواړو غاړو خلک سوداوې راوړي او پېر او پلور کېږي. ډېر خرڅوونکي پکې خپلې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. هغه کسان چې د بدخشان بازارونو ته په اسانۍ لاسرسی نه لري، له دې ځایه خپلې اړتیاوې پوره کوي؛ خو د دولت له لورې د ودانیو نه جوړل، امنیتي ستونزې او داسې نور د پولې د دې بازارونو لویې ستونزې دي.

د بدخشان ولایت د مدني ټولنو ریس سیف الدین سایس ولسمشر ته په وړاندیز کې ویلي، چې دولت باید د سرحدي بازارونو په پراختیا کې خپلې تګلارې عملي کړي. سایس په خپله وړاندې کړې طرحه کې وایي:
د ودانیو نه شتون د اوبود او یو شمېر نورو لومړنیو امکاناتو نه شتون. د بدخشان د بازار خرڅوونکي لویې ستونزې دي، حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي او پراختیا ورکړي.

ولسمشر ژمنه کړې، چې بدخشان به د دوو اقتصادي زونونو په درلودو له یوه بل اقتصادي زون سره ونښلوي.
د غاړو دواړو خووا د پولې مسوولین د دې ټولو ستونزو په درلودو سره هم دا بازارونه د دواړو هېوادونو لپاره ګټور دي. تاجیکستاني چارواکي وایی، چې دې بازارونو د دواړو لوریو اوسېدونکو ته د کارخانو او اقتصادي پراختیا په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې. په دې بازارونو سره کېدای شي، افغانستان او تاجکستان د اسیا له اقتصادي بازارونو سره ونښلي.

د بدخشان مرستیال والي اختر محمد خیرزاده وایي، چې دوی هڅه کوي، چې د تاجیکستان له دولت سره په همغږۍ په سرحدونو کې پیاوړې اقتصادي اسانتیاوې رامنځته کړي؛ تر څو له دې لارې بدخشان د ورېښو له لارې سره ونښلي.

د ورېښمو لاره چې له افغانستان څخه تېرېږي او چین هېواد له منځنۍ اسیا سره نښلوي ۵۰۰ کیلو متره یې له بدخشان ولایت څخه تېرېږي. دا لرغونې لاره اوږده مخینه لري، چې پخوا به پرې کاروانونه تېرېدل. اوس د یوې نوې پروژې له مخې چې د چین هېواد په مرسته پلې کېږي دا تاریخي لاره بیا رغول کېږي؛ خو د دې پروژې له مخې افغانستان یې په مسیر کې نه راځي. درې لارې یې چې له شمال، جنوب او مرکز څخه راغلې دي په یوه کې یې هم افغانستان نشته.

شمالي یې له قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبکستان څخه تېرېږي چې روسیه له اروپا سره نښلوي. جنوبي یې له چین څخه پیل تر جنوب ختیځې اسیا، جنوبي اسیا، پاکستان پورې رسي او د هند پر قیانوس ختمېږي. مرکزي یې له مرکزی اسیا، ایران او د فارس له خلیج څخه تېرېږي او په ترکیه او مدیترانې پای مومي.
چیني چارواکو تېر کال بدخشان ته په سفر کې ویلي و، دوی هڅه کوي، چې افغانستان د تاجکستا، ترکمنستان او ازبکستان له لارې د ورېښمو له لارې سره ونښلوي.
د بدخشان ولایت چارواکي د سرحدي بازارونو جوړول په دې برخه کې لومړنی ګام بولي. دوی هیله ښودلې ده، چې د یوه ګډ هوکړه لیک له مخې به افغانستان د تاجیکستان له لارې د اسیا له بازارونو سره ونښلي.