جې ــ اووه هېوادونه له بېوزلو هېوادونو سره یوملیارد ډوزه واکسین مرسته کوي
د هېواد اووه پیاوړي اقتصادي هېوادونه ژمنه کوي، چې یومیلیارد ډوزه واکسین به بېوزلو هېوادونو ته ورکړي.
د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسن پرون (یکشنبه، د غبرګولي ۲۳مه) پر خپله ټوېټرپاڼه یوه وېډیو خپره کړې، چې پکې ویلي یې دي د واکسین د دې لوی بنډل مرسته په تېرو ورځو کې د جې اووه د مشرانو تر منځ مطرح شوې.
ښاغلي جانسن ویلي، چې جې ـ اووه هېوادونه په نړۍ کې له کرونا سره جدي مبارزې ته ژمن دي؛ نو ځکه د نړۍ بېوزلو هېوادونو ته واکسین چمتو کوي.
تر دې مخکې د نړۍ تر سلو زیاتو پخوانیو ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو له جې اووه هېوادونو غوښتي وو، چې بېوزلو هېوادونو ته وړیا واکسین چمتو کړي.
ښاغلي جانسن د اقلیم له بدلون سره مبارزې ته هم اشاره کړې، چې د هغه په وینا د جې ـ اووه غړیو ټینګار پرې کړی. د جې اووه غړو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکا، کاناډا، برتانیه، المان، فرانسه، ایټالیه او جاپان د جې – اووه غړي یا د نړۍ ستر اقتصادي هېوادونه دي.
د دې هېوادونو مشرانو دوه ورځې مخکې په برتانیه کې لیدنه کړې.