د اووه شتمنو هېوادونو پخواني ولسمشران او لومړي وزیران دې غریبو هېوادونو ته د کرونا واکسین چمتو کړي
د شاوخوا سلو هېوادونو لومړي وزیرانو او ولسمشرانو له جې اووه هېوادونو غوښتي، چې بېوزلو هېوادنو ته د کرونا واکسین چمتو کړي.
سې ان ان تلویزوني شبکې نن (دوشنبه، د غبرګولي ۱۷مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د دولتونو دې پخوانیو چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې دا غوښتنه کړې؛ خو د دوی نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.
د راپور پر بنسټ دا دولتونه وایي، چې بېوزلو هېوادونو ته کرونا ویروس لوی ګواښ دی.
د دولتونو دې پخوانیو چارواکو له د نړۍ له اووه شتمنو هېوادونو غوښتي، چې له کرونا ویروس سره مبارزه وکړي.
امریکا، اروپایي ټولنه، چین، روسیه او هند په نړۍ کې د واکسین تولیدوونکي هېوادونه دي. اوس تازه د امریکا متحده ایالتو ۵۰۰میلیونه ډوزه واکسین بېوزلو هېوادونو ته ځانګړی کړی.
په ورته وخت کې په اسیا، اروپا او لاتینه امریکا کې ځینې هېوادونو د کرونا له سخت بحران سره مخ دي او له امریکا او روغتیا نړیوال سازمان څخه د مرستو غوښتونکي دي.