بهرنیو چارو وزارت: استرالیا دې په کابل کې د سفارت تړلو پرېکړه بیا وارزوي
وروسته تر هغې چې استرالیا په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو پرېکړه اعلان کړه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، استرالیا دې خپله دا پرېکړه له سره وارزوي.
بهرنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، د غبرګولي ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې کابل د استرالیا دې پرې کړي ته په احترام په افغانستان کې د ټولو بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټیکو څانګو امنیت ته ژمن دی. یاد وزارت د استرالیا له دولت څخه غوښتي، چې خپله پرېکړه له سره وارزوي.
بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د استرالیا مالي مرستې ستایلې او تمه لري، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې خوندي پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې استرالیا نن سهار اعلان کړی، چې په کابل کې به خپل سفارت تر نامعلومې نېټې وتړي.
په کابل کې یو امنیتي کارمند وژل شوی
16 Jun 2021