Kabul-880x550

په کابل کې یو امنیتي کارمند وژل شوی

neshananews

16 June 2021

د کابل پولیسو قومندانۍ منلې، چې یو امنیتي کارمند یې په کابل کې د ناپېژندو وسلوالو له خوا وژل شوی.
د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال ویاند بصیر مجاهد وایي دا کارمند نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۶مه) سهار اووه نیمې بجې د پنځمې حوزې اړوند په ده عربان سیمه کې وژل شوی.
مجاهد زیاته کړې، چې وژل شوی کارمند دندې ته پر لاره و، چې په نښه شوی.
د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال ویاند وایي، پولیس د پېښې د څېړنه کوي، چې لاملین یې یې وپېژندل شي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې؛ خو امنیتي بنسټونه ورته بریدونه د طالبانو کار ګڼي.