د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره په دوو ترافیکي پېښو کې شل تنه وژل شوي اتلس ټپیان دي
د لغمان سیمهييز چارواکي مني، چې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لاره دوو ترافیکي پېښو شل تنه وژلي او اتلس یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د امنیه قومندانۍ ویاند شفیعالله افغانیار وايي، چې لومړۍ پېښه پرون جمعه (د زمري اتمه) د قرغیو ولسوالۍ په نارنج باغ سیمه کې شوې. د افغانیار په وینا په دې پېښه کې یو چټک تلونکی کرولا موټر له کاسټر موټر سره ټکر شوی، چې اته تنه سوارلي پکې وژل شوي او لس ټپیان شوي دي. د هغه په وینا په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د لغمان د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دویمه پېښه نن سهار د قرغیو ولسوالۍ په خم سیمه کې د یوې سراچې او کرولا د ټکر له امله شوې، چې دوولس تنه پکې وژل شوي او اته تنه پکې ټپیان دي.
کابل – جلالاباد لویه لاره د هېواد ختیځ ته تر ډلو له بېروباره ډکه لاره ده، چې ډېر کله پکې مرګونې ترافیکي پېښې کېږي. ډېره چټکتیا او ترافیکي اصولو ته نه پام پر دې لاره د ټکرونو لوی لاملونه دي.