WhatsApp Image 2021-06-12 at 10.35.27

پولیسو په پغمان کې د پنځو ملکي وګړو جسدونه پیدا کړي

neshananews

12 June 2021

د کابل پولیسو په پغمان ولسوالي کې د ملکي وګړو پنځه جسدونه پیدا کړي. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چې دا کسان تېره شپه (جمعه، د غبرګولي ۲۱) د پغمان په ارغندۍ سیمه کې تر برمته کېدو وروسته وژل شوي.

فرامرز وايي، دا کسان له واده بېرته کور ته راتلل، چې تښتول شوي. که څه هم فرامرز د دوی پېژاند نه دی په ډاګه کړی؛ خو وايي پنځه واړه د کابل اوسېدونکي دي. د کابل د پولیسو ویاند وايي، پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

 طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد امنیت وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د وسلوالو طالبان کړنې تر کابل ښاره رارسېدلې، تر څنګ یې په کابل کې لارویان هم لوټل کېږي.