کابل

موخنې وژنې؛ په کابل کې په دوو جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي

neshananews

07 June 2021

د کابل د پولیسو قومنداني تاییدوي، چې په اتمه امنیتي حوزه کې د موخنو وژنو په پایله کې د دوو نظامیانو په ګډون درې تنه وژل شوي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي دا کسان نن (دوشنبه، د غبرګولي ۱۷مه) د اتمې حوزې اړوند په معیوبینو ښارګوټي او کجل سیمه کې وژل شوي.

فرامررز وایي دا کسان ناپېژندو کسانو پر ډزو وژلي. هغه زیاتوي، چې دوه وژل شوي کسان نظامیان دي؛ خو د دوی هویت یې نه دی څرګند کړی.

فردوس فرامرز زیاتوي، چې د پېښې د لاملینو نیولو هڅې روانې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام په کندهار کې هم یو قاضي د ناپېژاندو وسلوالو له خوا په نښه شوی او وژل شوی و.

تر اوسه نه ده په ډاګه چې څوک په دې بریدونو کې لاس لري؛ خو دولتي بنسټونه طالبان د دې وژنو لاملین ګڼي.

طالبان بیا اکثره وخت د دې بریدونو پړه نه مني.