وزارت-خارجه-880x550 (1)

بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان کډوالو ځورول څېړي

neshananews

03 December 2020

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یاد بنسټ به په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونو څېړل پیل کړي دي.

یاد وزارت نن ویلي، چې دا موضوع به په ایران کې د افغانستان سفارت او کونسلګري له خوا وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې وېډیوګانې خپرې شوې، چې د افغان کډوالو ځورول پکې ښکاري. بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په بهر کې د هېوادوالو ځوروونکي باید مجازات شي.

بل خوا د ایران اسلامي مجلس شورا تازه اعلان کړی او داسې تګلاره یې کابینې ته وړاندې کړې، چې که څوک په غیرقانوني توګه په ایران کې ونیول شوي ۱۰۰ میلیونه تومن به جریمه کېږي او ۲۵ کال بند به ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه میلیونه هېوادوال په ایران کې اوسي. د دوی زیات یې اسناد نه لري.