کرزی-810x550

دولت او طالبان د بهرنیو ګټو قربانیان دي

neshananews

23 May 2021

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې دولت او طالبانو د بهرنیو ګټو قربانیان دي او د یو بل پر ضد کارېږي.
ښاغلي کرزي دا څرګندونې له المانۍ شپېګل مجلې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.
ښاغلي کرزي په دې مرکه کې ویلي، چې افغان جګړه یوه بهرنۍ جګړه ده او د افغان دولت او طالبانو په ګډون ټول هېوادوال د یو بل پر وړاندې کاروي.
پخواني ولسمشر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، چې بهرني ځواکونه شل کاله وړاندې د امریکا او ناټو د ګټو لپاره افغانستان ته راغلي و او اوس د خپلو ګټو پر بنسټ افغانستان پرېږدي.
ښاغلي کرزي ویلي، چې پاکستان هم په دې جګړه کې له طالبانو پر ملاتړ خپلې ګټې تر لاسه کوي.
کرزي د سولې له منځ ته راغلي فرصت څخه ګټه یو ښه فرصت ګڼلی او ویلي یې دي، چې (امریکا، روسیه، چین او پاکستان) باید د سولې خبرو د بریالیتوب جدي هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له زیاتو هڅو سره بیا هم د سولې خبرو مثبته پایله نه ده ورکړې.