د ازبکستان ولسمشر: تاشکند په افغانستان کې د ټولګډنونه سولې ملاتړی دی
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، هېواد یې په افغانستان کې د ټولګډونه سولې ملاتړی دی.
ملي روغې جوړې شورا پرون (چهارشنبه، د لړم ۲۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان ولسمشر دا څرګندونې د ملي روغې جوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي میرضیایف د کابل او تاشکند پر مناسباتو ټینګار کړی او د افغانستان په مالکیت یې د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی. د ازبکستان ولسمشر ویلي، چې هېواد یې د سولې پر خبرو سربېره له افغانستان سره هراړخیزې لکه؛ د منطقوي تړون، د رېلګاډي د پټلۍ او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له کابل سره همکار دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي عبدالله هم په دې ناسته کې افغان سوله د سیمې په ګټه بللې او ویلي یې دي، چې افغان دولت چمتو دی د نړیوالو په ملاتړ د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه اړینه ګټه واخلي.
عبدالله همداراز له طالبانو هم غوښتي، چې له راغلي فرصت څخه په ګټې سوله وکړي.
د یادونې وړ ده، چې عبدالله عبدالله د تېرې سه شنبې (د لړم ۲۰) د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا د سولې د سیمه ییزې اجماع په موخه ازبکستان هېواد ته لاړ.
ښاغلي عبدالله تر دې مخکې هند او پاکستان ته هم سفرونه کړي.