fبکارت

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې په زوره د بکارت پردې ازموینه دوام لري

neshananews

11 October 2020

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې په زوره د بکارت پردې ازموینه دوام لري.

په دې راپور کې، چې نن (یکشنبه، تله، ۲۰) خپور شوی راغلي، چې د مظنونو او متهمو ښځو د نسايي اجباري معايناتو (عدلي-طبي معايناتو) څېړنه، په دې برخه کې دويمه څېړنه ده، چي د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کميسيون له خوا ترسره شوې.

د راپور پر بنسټ له ۱۲۹ ښځو سره په ۱۳ ولايتونو کې مرکې شوې دي، چې پوښتل شويو ۹۲٪ ښځو ويلي دا معاينات يې له رضايت يا د محکمې له حکم پرته ترسره شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د پوښتل شويو ښځو دغه نسايي اجباري معاينات په تېرو نږدې درې کلونو کې ترسره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۹۶/۱۱/۲۵ نېټې د جزا د کوډ په نافذېدو سره د بکارت معاينې منعې شوې دي او هېڅوک نه شي کولای په زوره په ښځو دا معاینې تر سره کړي.