زنان-شبرغان-880x550

په جوزجان کې سوداګرو ښځو ته ښوونیز پروګرام

neshananews

24 November 2020

په جوزجان کې د یوه ښوونیز مرکز له خوا په کار بوختو ښځو ته ښوونیز پروګرام جوړ شوی.

په جوزجان کې د لینکلن مرکز مرستیاله ملالۍ مبارز وایي، چې دا پروګرام یې په دې موخه جوړ کړی دی، چې سوداګرې مېرمنې د سوداګرۍ له معاصرو اصولو خبرې شي. د مبارز په وینا په دې درې ورځني پروګرام کې به پنځلسو مېرمنو ته زده کړې ورکړل شي.

د مبارز په وینا په دې سره به سوداګرو مېرمنو ته مناسبې مشورې او نظریې ورکړل شي. د دې پروګرام ګډونوالې د رسټورانټونو، کافو، پرلیکه بازار، ځمکپلورنې څښتنانې دي.

ملالۍ مبارز وایي، د دې پروګرام یوه برخه هغو مېرمنو ته ځانګړې شوې، چې اوس په کورونو کې دي او بازار ته نه دي راوتلې.

د مېرمن مبارز په وینا دولت کولای شي د نظریو په ورکولو د ښځو نظریې پر عملي سوداګرۍ بدلې کړي.

تر اوسه په شبرغان کې درې ورزشي مرکزونه، درې رسټورانټونه، یوه لیدونکې او اورېدونکې رسنۍ، د ځمکو او جایدادونو د پلور یو مرکز او د روغتیایي توکو دوکانونه د ښځو له خوا اداره کېږي.

یوه بله نجلۍ په یاد ولایت کې پرلیکه (انلاین) سوداګري کوي.