مارشال-دوستم-880x550

د جوزجان ــ بلخ پر لویه لاره جګړې؛ مارشال دوستم د جګړې میدان ته ښکته شوی

neshananews

05 June 2021

د جوزجان په اقچه او فیض اباد کې لس ورځنۍ جګړې د دې لامل شوې، چې مارشال دوستم جګړې ته راښکته شي.

مارشال دوستم نن(شنبه، د غبرګولي ۱۵مه) له خپلو ځواکونو سره د بلخ ــ جوزجان پر لویه لاره د جګړې میدان ته ښکته شوی. ټاکل شوې نوموړی په دې جګړه کې د امنیتي سرتېرو او خپلو جنګیالیو مشري وکړي.

دوستم داسې وخت د جګړې میدان ته کوزېږي، چې د راپورونو پر بنسټ د جوزجان په فیض اباد کې د امنیتي ځواکونو یو مېشتځای(قرارګاه) د طالبانو لاس ته ورغلی.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، چې په دې مېشتځای کې یې اته سرتېري وژلي او دیارلس یې ژوندي نیولي.

په جوزجان کې هم یوې سرچینې دا خبر تایید کړی؛ خو په دې اړه یې نور څه نه دي ویلي. د جوزجان سیمه ییزو چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

مارشال دوستم په وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې په جګړو کې ګډون کړی. تر دې مخکې یې هم خپل ځواکونو د جوزجان اقچې ته لېږلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې مارشال دوستم څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې که اجازه ورکړل شي د طالبانو پر وړاندې جګړې ته چمتو دی.