زنان-و-صلح-880x550

یوناما: نړیوال سازمان په افغان سوله کې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي

neshananews

31 October 2020

په افغانستان کې د یوناما دفتر اعلان کړی، چې یاد سازمان په افغان سوله او د هېواد په راتلونکي سیاست کې د ښځو د رول او حقونو ملاتړ کوي.
یوناما نن (شنبه، د لړم ۱۰) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک د ۲۰مې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې دا څرګندونې کړې.
یاد سازمان له حکومت څخه غواړي، چې د خپلو وګړو د ژوند ښه کولو په پار باید د مېرمنو رول پیاوړی کړي. د خبرپاڼه زییاتوي، چې د افغانستان د جګړې اصلي قربانیان ښځې او ماشومان دي.
بل خوا د یوناما د خبرپاڼې پر بنسټ په تېرو اوو میاشتو کې هر اووه تنه په وسلوالو نښتو کې وژل شوي. یوناما د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې په افغانستان کې اوربند وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په خبرو کې د مرکچي پلاوي څلور تنه غړي ښځې دي.