IMG-20200301-WA0004

د عتیق رحیمي فیلم د نسلونو د غوره فلم جایزه وګټله

neshananews

01 March 2020

د برلین نړیوال فیلمي سایټ د خبر له مخې دنسلونو د فیلمونو په برخه کې د (کریستالي خرس) د غوره فلم جایزه (رود نیل مېرمنه) فیلم ته ورکړل شوه، چې د عتیق رحیمي په زیار جوړ شوی دی.

د رود نیل مېرمن فیلم د فرانسې، بلجیم او رونډا هېواد ګډ کار دی، چې ډایرکټ یې افغان لوبغاړي عتیق رحیمي کړی دی. دا فلم له یوه رومان څخه په اقتباس جوړ شوی دی.

د فلم کیسه د رونډا په مرکز(کېګالي) کې د یوه کاتولیک ښوونځي کیسه ده. په دې ښوونځي کې زیاتې نجونې د سیمې د مېشت قوم هوتو دي؛ یواځې لس سلنه نجونې یې د توتسي قوم دي. دا نجونې باید په فرانسوي ژبه وغږېږي؛ ښې زده کړې وکړي یا باید د حاکم قوم هوتو له شتمنو خلکو سره واده وکړي. دوی غواړي، چې په ښو مسیحيانو بدلې شي؛ خو ژوند یې د ټولنیزو او سیاسي مخالفتونه تر اغېز لاندې وي.

 افغانان او ایرانیان عتیق رحیمي د (سنګ صبور) فیلم له مخې پېژني. په دې فیلم کې گلشیفتې فراهاني ایرانۍ مېرمنې مرکزي رول ادا کړی دی. د عتیق رحیمي رومانونه په ایران او افغانستان کې هم ژباړل شوي دي.

د داستایوسکی رومان د عتیق رحیمي اثر دی، چې افغان رومان لیکوال خسرو ماني له فرانسوي څخه په پارسي ژباړلی او په ایران کې مهدي غبرایي ژباړلی دی.

د برلین د فیلم جشنواره هر کال د فیبروري له شلمه د مارچ تر اولې نېټې پورې د المان په برلین ښار کې جوړېږي، چې تېره شپه یې اویایمه خپرونه تر سره کړه.

د یادونې وړ ده، چې د (زرو خرس) پر نوم جایزه د (شیطان نشته) فیلم سره په سیالي کې هم ده، کوم چې د رسول‌اف ایراني لوبغاړي په ډایرکټ جوړ شوی دی. پاتې دې نه وي، چې د برلین د فیلم نړیواله جشنواره د ونیز او کن تر څنګ د اروپا له نامتو جشنوارو څخه شمېرل کېږي.