جشنواره-لاجورد-880x550

د لاجورد فیلم لومړۍ ملي جشنواره د افغان سېنما د غوره شویو پر پېژندنه پای ته ورسېده

neshananews

03 December 2020

د لاجورد فیلم ملي جشنواره، چې دوولس ورځې وړاندې په کابل کې پیل شوې وه، د بهترینو سېنمایي لوبغاړو په پېژندل سره پای ته ورسېده. د دې جشنوارې وروستي مراسم د تېرې دوشنبې (د لیندي لسمه) په ورځ د سلګونو سېنمایي لوبغاړو، فیلم جوړوونکو، هنرمندانو، دولتي چارواکو اودفرهنګیانو په ګډون په کابل کې تر سره شول.

په دې جشنواره کې شپږ حلقې فیلمونه د لنډ او اوږد، مستند، انیمېشن او نورو برخو کې د بهترینو فیلمونو په توګه غوره شول. د داوود وهاب داستاني فیلم سیبی از بهشت، د ګرګ ومېش پرډکشن مرغ طوفان مستند، د تمدن شبکې کندهار تلویزوني مستند، د نسیم سیامک شیخک، د معصومې رضایي لنډ فیلم حبیبه او د حقیقي لارجورد نوارها هغه فیلمونه دي، چې په دې جشنواره کې غوره شول. دا فیلمونو په وړاندې شویو ۵۵ اثارو کې غوره ګڼل شوي. په تېرو پنځو لسیزو کې دا لومړۍ فیلمي جشنواره ده، چې د حکومت له خوا تر سره کېږي. د افغان فیلم رییسه صحرا کریمي وایي، چې تر دې وروسته به هر کال یاده جشنواره جوړېږي.

د لاجورد فیلم ملي جشنوارې د پای مراسم څنګه تر سره شول؟

د لاجورد فیلم ملي جشنوارې د پای مراسم د مېرمنو له خوا پر مخ یوړل شول. د جشنوارې د تالار په بهر او د ننه کې ځانګړي تشریفات نیول شوي وو. رڼاګانو او ارامې موسیقۍ یاد مراسم لا خیالي کړي وو؛ مېلمانه، چې به تالار ته ننوتل د یو ډول موټرو پر لور ورته لارښوونه کېده. موټرې د پخواني کابل موټرو ته ورته وې، چې د چلوونکو یې ځانګړې خولۍ پر سر او له سورلیو سره یې په خواږه انداز خبرې کولې.

غاړو ته ولاړو سندرغاړو، چې سرې جامې یې پر تن وې په ځانګړي ډیپلوماټیکې موسیقۍ مېلمنو ته هرکلی وایه.

تالار هم په ښه انداز د برېښنا شرکت له خوا پر ځانګړو رڼاګانو او وړانګو ښکلی شوی وو. د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ ځوانان پر موسیقۍ غږولو بوخت وو، چې په دریو قطعو کې یې خوندوره موسیقي غږوله.په جشنواره کې د ګډونوالو، فرهنګیانو، سېنماګرو او هنرمندانو ټولو په څېره کې خوښي څرګندېده. دا ټول د افغان فیلم په نوښت تر سره شول؛ کوم چې په تېرو څلورو لسیزو کې له پامه غورځول شوی و؛ خو په تېرو دوو کلونو کې یې نوې ساه واخیسته. د لاجورد فیلم ملي جشنواره د کابل ښار په نهو بېلابېلو ځایونو کې تر سره شوه.

سېنما په افغانستان ته د څورلسمې پېړۍ په پیل کې لار موندلې او بیا یې په څلوېښتمه لسیزه کې کړنې پراخې شوې. د اریانا د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې سېنما او فرهنګي بنسټونه د ډیموکراسۍ په لسیزه کې جوړ شوي دي.

د افغان فیلم رییسه صحرا کریمي وایي، چې اوسمهال په هېواد کې ۳۸ سېنماګانې دي، چې څلور لسیزې مخکې جوړې شوې؛ خو په افغانستان کې په وروستیو کې سېنما مخ پر ښکته روانه وه. اوسمهال یې له دې ۳۸ سېنماګانو څخه یوازې دوه په کابل کې فعالې دي. د نورو ودانۍ یا د ګڼې ګوڼې پر ځایونو او یا هم د نشه یي توکو د روږدو پر هستوګنځيو بدلې شوې. په ټوله کې په دې وخت کې د افغانستان سېنما د بهرنیو او ملاتړو بنسټونو پام ځان ته نه دی رااړولی او د دوی ورانې دوام کړی.

بل خوا دولت هم په وروستیو کې سېنما ته پاملرنه نه ده کړې. د پارک سېنما، چې شاوخوا ۶۰ کلنه سېنما وه په وروستیو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر حکم ونړول شوه، چې د زیاتو فرهنګیانو غبرګونونه یې هم راوپارول.

اوسمهال د افغانستان سېنماوې د ښاروالۍ اړوندې دي، چې دا بنسټ ورته ځانګړې پاملرنه نه کوي.

د افغان فیلم رییسه صحرا کریمي وایي، چې که دا مسوولیت افغان فیلم ته وسپارل شي ښه والی به پکې راشي. بل خوا اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د سېنماګانو سپارلو پر تګلارو هم کار روان دی.