د کابل لوېدیځ ته په چاودنو کې د افغان فیلم دوه کارکوونکې وژل شوي
افغان فیلم ریاست منلې، چې د فاطمې او طیبې پر نوم دوه کارکوونکې یې د کابل د لوېدیځ په چاودنو کې وژل شوې.
د افغان فیلم رییسې صحرا کریمي نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۳مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا کارکوونکې یې محمدعلي جناح روغتون ته څېرمه د شپږمې حوزې اړوند په ټونیس پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله وژل شوې.
مېرمن کریمي وایي، کارمندانې یې له دندې کور ته ستنېدې، چې وژل شوې دي.
د افغان فیلم رییسې ویلي، چې د دې کارکوونکو جسدونه یې تر دوو ورځو وروسته په عدلي طب کې پېژندل شوي. هغه وایی دا دوه نجونې تازه پر دندو شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د کابل لوېدیځ پر دوو مسافر وړونکو ټونیس ډوله موټرو پسې د نښلول شویو ماینونو د چاودېدو له امله اووه تنه ووژل شول او شپږ ټپیان شول.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنو پړه نه ده منلې.