unnamed

په کابل کې ماین چاودنې درې تنه ټپیان کړي

neshananews

06 June 2021

کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار شپاړسمې ناحیې اړوند یوې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چاودنه نن سهار (یکشنبه، د غبرګولي شپاړسمه) د شپاړسمې ناحیې اړوند په ملي بس چهارایي کې شوې.

ارین وایي، په چاودنه کې یو کرولا موټر په نښه شوی، چې درې سورلۍ یې ټپیان او روغتون ته لېږدول شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو امنیتي چارواکي د ورته چاودنو مسوولین طالبان ګڼي.