لغمان دولت شاهیی

د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د سقوط اوازې دي

neshananews

20 May 2021

په لغمان کې چارواکي وایي، طالبانو د امنیتي ځواکونو تر شاتګ وروسته د دولت شاه ولسوالۍ ودانۍ نیولې.
د لغمان د ولایتي شورا وکیل عتیق‌الله عبدالرحیمزي نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې تېره شپه (چهارشنبه، د غویي ۲۹مه) امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.
د ښاغلي عبدالرحیرمزي په وینا دا ولسوالي له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا د طالبانو له خوا محاصره وه، چې تېره شپه یې سقوط کړی.
عبدالرحیمزي په نښته کې د اوښتي زیان په هکله څه نه دي ویلي. د لغمان سیمه ییزو او امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې دوه میاشتې مخکې د کابل د ګاونډ ولایت میدان وردګ، نرخ ولسوالي هم طالبانو نیولې وه. د میدان وردګو والي ویلي وو، چې نرخ ولسوالي د یوه جوړ جاړي په پایله کې د طالبانو لاس ته لوېدلې. نوموړي د دې جوړجاوي څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی.