د نړي د تر ټولو ډېرو مېرمنو خاوند مړ شو
هغه کس، چې په نړۍ کې تر ټولو د ډېرو مېرمنو خاوند و، د هند په شمال ختیځ کې مړ شوی.
د زیونا چنا پر نوم دې سړي ۳۹ مېرمنې او ۹۴ اولادونه درلودل. چنا پرون (یکشنبه، د غبرګولي ۲۳مه) د هند په شمال ختیځ ایالت میزورام کې مړ شوی.
د (بې. بې. سې.) د یوه راپور له مخې نوموړی د ۷۶ کلونو په عمر د وینې د فشار او شکرې له ناروغۍ مړ شوی.
چنا چې په نړۍ کې د ډېرو مېرمنو خاوند و، لومړی واده یې په اووه لس کلنۍ کې کړی و او اوس په یوه لرې پرته سیمه کې له میانمار سره پر پوله په خپله څلورپوړیزه ودانۍ کې اوسېده.
چانا د عیسوي مذهب د هغه پوړ پیرو و، چې د ښځو ډېروالی پکې مناسب ګڼل کېږي. هغه د نړۍ په کچه د یوې لویې کورنۍ پلار و.
زیونا چانا د ډېرو ښځو په درلودو نړیوال شهرت پیدا کړی؛ له دې امله د دې هندي سړي کور زیات وخت د ګرځندویانو کوربه وي.