وفایی-زاده-880x550

د هوایي چلند ملکي اداره: د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درې زره ټنه سوداګریز مالونه د هوایي دهلېز له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي

neshananews

15 August 2020

د هېواد د هوایي چلند ملکي اداره وایي؛ د روان ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۲۵۱ ټنه سوداګریز مالونه د هوایي دهلېز له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د هېواد د ملکي چلند هوایي ادارې رییس قاسم وفایي زاده نن (شنبه، زمری، ۲۵) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې دا مالونه عربستان، ترکیې، هند او د ترکیې له لارې اروپایي هېوادونو ته صادر شوي.

ښاغلی وفایي زاده وایي د کرونا پر مهال د هوا له لارې ۲۲۲ داخلي الوتنې تر سره شوي، چې ۴۴۰۰۰ مسافر یې له یو ولایت څخه بل ته لېږدولي. همداراز ۴۱۲ بهرنۍ الوتنې تر سره شوې، چې ۷۵زره مسافر یې لېږدولي دي.

د یادې ادارې مسوولین همداراز وایي، چې کرونا ویروس یې په عوایدو کې څلور میلیونه ډالر کموالی راوستی.

ښاغلی وفایي زاده وایي، چې ځینې شرکتونه د ملکي هوایي چلند ادارې تر ۳۰ میلیونه ډالر پوروړي دي، چې عدلي او قضایي ارګانونو یې د پرې کولو لپاره تر دریو میاشتو وخت ورکړی دی.