789965678

داود شاه زمری؛ کورني توليدات د هېواد د پایښت نښه ده

neshananews

12 July 2021

راپور: احمدالله سمون

افغانستان چې ښې اوبه، هوا او کرنیزې ځمکې لري د یوه هېواد د اقتصادي پراختيا لپاره ټول د اړتیا وړ شرایط پکې برابر دي. که افغان دولت له دغو الهی نعمتونو څخه په ښه توګه کار واخلي، هېواد به مو پرمختګ وکړي او هم به بې روزګارو او بېکارو افغانانو ته په هېواد د ننه د کار زمینه برابره شي؛ خو له بده مرغه جګړه، وروروژنې او بېځايه وينه تویونه افغان ولس ته دا زرين چانس نه ورکوي چې په بشپړ ډول د هېواد پرمختګ ته پاملرنه وکړي، او خپل ځان د نورو سيال کړي. هغه افغانان چې غواړي هېواد يې پرمختګ وکړي او اقتصادي بحران له مخه لرې کړي، باید کوښښ وکړي،چې کورنيو توليداتو ته ارزښت ورکړي.

په کندهار کې داود شاه زمری د کورنيو توليداتو يو فعاله کمپنۍ لري. ښاغلی زمری وايي د هېواد له هغو مېوو څخه شربت جوړوي چې د نړۍ په بازارونو کې خورا لوړ قېمت لري. د زمري په خبره دوی له ۱۶ ډوله وچي مېوو څخه مربا جوړوي او همداراز د بېلابېلو تازه مېوو څخه جوس توليدوي.

د حرم سرای زراعتي او مالداري شرکت مسوول داود شاه زمري نشانه خبري اژانس ته وويل دوی له وطني مېوو څخه داسې شربت او مربا جوړوي چې په نړۍ کې يې هم شهرت پيدا کړی دی. هغه وايي:

« زموږ په توليدي شرکت کې له ۱۶ ډوله مېوې لکه؛ الوچه، زردالو، مڼو، نارنج، ګرنګیچ، انار، اینځر او داسې نورو څخه مربا جوړېږي، له غورې، الوچې، ګرنګيچ او داسي نورو مېوو څخه بيا شربت جوړوو چې زيات خووښوونکي لري.»

زمری وايي ددوی ډېر پام پر انارو دی چې له انارو هم شربت جوړ کړي او هم روب ور څخه تيار کړي. نوموړی په دې اړه وايي:

«  زموږ ډېر کوښښ پر دې دی، چې د انارو پر توليد کار وکړو ځکه هم يې شربت او هم يې روب ډېر بازار لري. موږ له انار دانې څخه د پخلي لپاره مساله هم لرو چې د خوړو خوند او ذایقه څو چنده کوي او د انارو د پوستکي ( پوټکي) څخه يو ډول پوډر جوړو چې د صحت په برخه کې ورڅخه کار اخيستل کيږي.»

زمري نشانه خبري اژانس ته وويل؛ درې کال يې کېږي چې په دې برخه کې یې پانګونه کړې ده. د هغه په خبره د دوی له کار سره ډېری کسان په مستقیم او غيري مستقيم ډول په کارونو بوخت شوي. نوموړی زیاتوي:

« زموږ د کمپنۍ درې کاله وشول. له موږ سره په دې برخه کې ۶ نارينه او ۴ ښځې کار کوي. دوی د توليداتو د پروسیس په برخه له موږ سره کار کوي. په نورو ځايونو کې هم ډېری پلورونکي زموږ د کمپنۍ توليدات خرڅوي چې هغوی ته هم يوه ګوله رزق له همدې لارې وررسيږي.»

دا چې په وروستیو کې په هېواد کې جګړو زور اخیستی له دې جګړو څخه پانګوال هم بې اغېزه نه دي پاتې شوي. داود شاه په خپلو کارونو کې د ستونزو په اړه زموږ پوښتنه داسې راځواب کړه:

« زموږ د توليداتو د کيفیت پوښتنه په بازار کې وکړئ، بهترین تولیدات دي؛ خو زموږ مشکلات په پروسیس او بسته بندۍ کې دی. کله، چې موږ خپل توليداتو د هېواد نورو ولايتونو ته وړو پر لاري جنګونه، ناامني او هغه لارې چې پر پوله وي کله کله بندېږي. زموږ مالونه پر وخت تر ځایه نه رسيږي، نو يادو مشکلاتو زموږ پر کاروبار بده اغېز کړی دی.»

داود شاه زمری وايي په هېواد کې د وطني توليداتو استعمال د هېواد د پايښت نښه ده او هر کس بايد د هېواد د ننه هغه توليدات وکاروي چي په افغانستان کې توليدېږي. د هغه په وینا د هېواد تولیدات لومړیتوب لري.