نیروهای افغان

رویټرز: له افغانستان سره د امریکا یوملیارد ډالري مرستې نه دي کمې شوې

neshananews

21 May 2020

رویټرز اژانس د پنځو نامتو سرچینو له قوله وایي، چې له افغان ځواکونو سره د امریکا یومیلیارد ډالري مرستې نه دي کمې شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د وري په میاشت کې ویلي و، چې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي شخړو له امله پر افغانستان یو میلیارد ډالره مرستې کموي.
مایک پمپیو د غني او عبدالله تر منځ شخړې د امریکا د ملي امنیت اړوندې بللې وې. د امریکا دې پرېکړې ګڼ هېوادوال اندېښمن کړي وو. که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و، چې دا مرستې به د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز و نه کړي؛ خو اوس تازه رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې تر اوسه دا مرستې نه دي کمې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر ګڼو سیاسي شخړو وروسته تېره یکشنه، د غویي په ۲۸مه د عبدالله او غني تر منځ سیاسي هوکړه وشوه. د دې هوکړې له مخې غني د هېواد ولسمشر دی او عبدالله پنځوس سلنه په حکومت کې شریک دی. امریکا هم د عبدالله او غني تر منځ د دې هوکړې هرکلی کړی.