بازار اچین

طالبانو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ بازار ته اور ورکړی

neshananews

01 June 2021

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ بازار ته اور ورکړی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، چې طالبانو دا کار یوه اوونۍ مخکې د اچین ولسوالۍ په مرکز کې کړی.
خوږیاڼی وایي، طالبانو لومړی د بازار توکي اخیستي او بیا یې دوکانونو ته اور ورکړی. د هغه په وینا تر اوسه د اوښتي زیان لګښت نه دی معلوم شوی؛ خو څېړنې روانې دي.
بل خوا د سیمه ییزې ادارې خپاره شوي عکسونه ښیي، چې لسګونه دوکانونه سوځېدلي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه دی، چې په ځینو ولسوالیو کې یې طالبان فعال دي.