طالبانو په هرات کې د برېښنا یوه پایه پر بمونو الوځولې
په هرات کې د برېښنا مسوولین وایي، چې له ایران څخه د راتېرې شوې برېښنا یوه پایه طالبانو پر بمونو الوځولې. د دوی په وینا له دې امله د هرات ښار برېښنا وار پر وار شوې.
د هرات د برېښنا رسونې مسووله زینب محسني وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غوریان ولسوالۍ اړوند په کلاته سیمه کې د برېښنا یوه پایه الوځولې. د محسني په وینا له دې سره د هرات برېښنا کمه او نوبتي شوې.
هرات ته د ایران او ترکمنستان برېښنا صنعتي ارزښت لري؛ خو طالبان ډېری وخت ورته خنډ جوړوي.
د کندهار د برېښنا رئيس ټپي شوی
3 Aug 2021