تېره میاشت په ننګرهار کې ٢٢٨ متره غالۍ اوبدل شوې
په هېواد کې که څه هم په وروستیو کې جګړو زور اخیستی؛ خو بیا یې هم له ځينو سیمو د کار او صنعت خبرونه شته. اوس هم لا ځینې ګوتې د وطن د صنعت او تولیداتو په موخه خوځي.
د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، په یاد ولایت کې تېره میاشت ۲۲۸ میتره غالۍ اوبدلې شوې دي.
د دوی په وینا دا غالۍ د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست بېرته راستنېدونکو کډوالو د تشبثاتو د پراختیا پروژې له خوا د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په نوري تختو کې اوبدل شوې، چې ٢٢٨ متره مربع کیږي.
د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، چې د دې غالۍ اوبدونکو عاید څه د باندې ۵سوه زره افغانیو ته رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د وروستیو ناخوالو له امله ګڼ خلک بې کوره شوي دي. بې کوره شوي خلک د یوې مړۍ ډوډۍ تر لاسه کولو لپاره شپه او ورځ لاس او پښې وهي.
که څه هم نارینه له کور څخه د باندې کارونه کوي؛ خو ښځې بیا د کلتوري محدودیتونو له امله نه شي کولای له کور څخه د باندې فعالیتونه وکړي. د ننګرهار ولایت د کلیو او بیارغونې ریاست تازه ویلي، چې د کډوالو د تشبثاتو پراختیايي پروژې تازه په یاد ولایت کې درې زره تنو ته د کار زمینه برابره کړې، چې ۶۰ سلنه یې مېرمنې دي.