داوود لغمانی

له ډېرو اعتراضونو سره، سره د فاریاب نوی والي معرفي شو

neshananews

17 May 2021

د ملي جنبش د پلویانو له ګڼو اعتراضونو سره، سره د فاریاب نوی والی محمد داوود لغمانی معرفي شو. سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن(دوشنبه، د غويي ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلی لغمانی د یادې ادارې د ښاروالیو معین په حضور کې د فاریاب د والي په توګه معرفي شوی.
سیمه‌ییز خبریالان وايي، چې نوی والي د ملي اردو په لومړۍ لوا کې معرفي شوی. د محمد داوود لغماني د معرفي په مراسمو کې د ښاروالیو پر معین سربېره، د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال او د مقام ټولنیز مرستیال هم وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي جنبش پلویانو د پراخو لاریونونو په راویستو سره د محمد داوود لغماني له معرفي کېدو سره مخالفت کړی. بل خوا د فاریاب سیمه‌ییز چارواکي مني، چې له تېرو دریو ورځو راپدېخوا د فاریاب ولایت مقام دروازه د جنبش ګوند د پلویانو له خوا تړلې. د راپورونو پر بسټ نن هم د میمنې ښار تړلی دی.
د ملي جنبش پلویان له دولت څخه غواړي، چې د فاریاب یو تن اوسېدونکی دې د یاد ولایت والي شي. ټاکل شوی وه، چې محمد داوود لغمانی د غويي پر درېیمه نېټه په فاریاب کې خپل کار پیل کړي؛ خو د جنبش ګوند اعتراضونو د نوموړي د کار پیل ځنډولی و.