6b8808fa-6368-40c6-ace6-7edf4587cd47

ننګرهار؛ نهه طالبان او دوه سرتېري وژل شوي

neshananews

02 August 2021

د ننګرهار چارواکي وايي، طالبانو د ننګرهار ولایت اچين او سپين غر ولسواليو په وچ کوټ او نرګوسۍ سيمه کې پر  امنيتي ځواکونو بریدونه کړي دي. د دوی په وینا امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شاه تمبولي او مرګژوبله یې وراړولې ده.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په نښتو کې نهه وسلوال طالبان وژل شوي او پنځه ټپیان شوي دي. دوی دا هم مني، چې په دې بریدونو کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.