جشنواره گان

په استرلیا کې د ګان سېنما پنځمه جشنواره جوړه شوه

neshananews

27 October 2020

د استرلیا په جنوب کې د ګان سېنما پنځمه جشنواره تر سره شوه. په دې جشنواره کې، چې پرون ماښام پای ته ورسېده د افغان سېنماګرو فلمونه د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شول. په یاده جشنواره کې، د افغانستان دوه لنډ او دوه هنري فلمونه نندارې ته وړاندې شول. د ګان جشنوارې جوړوونکي او بنسټګر فهیم هاشمي نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د کرونا ویروس له امله د ګان پنځمې جشنوارې یواځې د هېواد د سېنمايي فلمونو په خپراوي بسنه کړې.
ښاغلی هاشمي وايي، چې په دې فلمونو کې «حوا، مریم او عایشه» فلم د صحرا کريمي او «ولسمشر ته لیک» فلم د رویا سادات له خوا نندارې ته وړاندي شوی.
د ګان سېنما جشنواره له ۱۳۹۵ کال راپدېخوا په استرالیا کې جوړېږي. مخکې به په دې جشنواره کې د سیالیو برخه هم وه؛ خو سږ کال د کرونا له امله دا برخه لرې شوې. تر اوسه د دې جشنوارې پنځه دوره د استرالیا په بېلابېلو ښارونو کې تر سره شوې.
ښاغلی هاشمي زیاتوي، چې د دې جشنوارې جوړول دوه موخې لري؛ یوه یې خلکو ته د افغانستان سېنما او سېنماګر ورپېژندل دي او بله یې په استرالیا کې د لیدونکو او افغان سېنماګرو اړیکې ټینګول دي. د هغه په وینا د دې جشنوارې په راټولو شویو پیسو به په کابل کې د واټونو له ماشومانو سره مرستې وشي.
په ګان جشنواره کې یواځې هغه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، چې اتلان یې د افغانستان وي، یا هم بهرنیو سېنماګرو د افغانستان په اړونده سوژه کار کړی وي.
د ګان سېنمايي جشنوارې جوړونکي وايي، په یاده جشنواره کې د استرالیا له بېلابېلو برخو څخه ۵۰۰ تنو ګډون کړی و، چې اویا سلنه یې هغه وګړي وو، چې په مخکینیو جشنوارو کې یې ګډون کړی و. ښاغلی هاشمي دا جشنواره د ځان او خپلو همکارانو لپاره لویه بریا بولي. ښاغلی هاشي هیله‌من دی، چې په راتلونکو کلونو کې به په ګان جشنواره کې د سیالیو برخه هم وي.
د ګان جشنوارې روایت په استرالیا کې د افغان کډوالو له نوم څخه اخیستل شوی. شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې د افغانستان اوښسپاره کډوال استرالیا ته لاړل او هلته یې د اورګاډي د یوې پټلۍ نخشه جوړه کړه. له هغه وروسته استرالیايي چارواکو دا پټلۍ د ګان پر نوم ونوموله.