کمیسیون حقوق بشر

په افغانستان کې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د ملکي زیان شمېر اتیا سلنه زیات شوی

neshananews

01 August 2021

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په افغانستان کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي کسانو د مړینې شمېر ۱۶۷۷ وګړو ته رسېږي. یاد کمېسیون نن یکشنبه (د زمري لسمه) په تازه راپور کې لیکلي، چې په یاده موده کې ۳زره ۶۴۴ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د دې راپور له مخې په افغانستان کې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د ملکي زیان شمېر اتیا سلنه زیات شوی، تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱ زر ۲۰۰ او د ټپیانو شمېر ۱۷۰۰ تنو ته رسېده.

په راپور کې همداراز راغلي، چې ۵۰۴ ښځې او ۲۹۷ ماشومان هم په قربانیانو کې شامل دي. روان کال په قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو شمېر هم د تېر کال په پرتله زیات دی. د راپور له مخې د ملکي زیان ۶۵ لامل طالبان، ۱۵ سلنه امنیتي ځواکونه، اووه سلنه داعش ډله او ۲۲ سلنه ناپېژاند وسلوال دي.

په راپور کې راغلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۷ سلنه زیان د چاودنو او موټربمونو، ۳۰ سلنه زیان د هدفي وژنو او ۱۷ سلنه زیان د راکیټي بریدونو له امله اوښتی دی.

په دې ترتیب د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان دولت او طالبانو غوښتي، چې ژر تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې خبرو ته کېني.