تلفات-ملکی

‌ بشري حقونو خپلواک کمېسیون: په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۱۲۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

neshananews

14 July 2020

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې ۱۲۱۳ملکي وګړي وژل شوي دي. د دې شمېر له مخې هره ورځ ۱۶ ملکي وګړي په وسلوالو بریدونو کې وژل شوي.

د دې کمېسیون د موندنو له مخې په لومړیو شپږو میاشتو په ۸۸۰ امنیتي پېښو کې ۲۹۵۷ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې. له دې ډلې ۱۲۱۳ تنه وژل شوي او ۱۷۴۴ تنه ټپیان شوي.

د تېر کال(۲۰۱۹) په لومړیو شپږو میاشتو کې د یاد کمېسیون د شمېرنو پر بنسټ ۳۳۳۸ تنه په جګړه کې قرباني شوي وو. له دوی څخه ۹۷۹ تنه وژل شوي وو او ۲۳۵۹تنه ټپیان شوي وو.

د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو شمېر د تېر کال لومړیو میاشتو شمېر ته په کتو ۱۱سلنه راکم شوی.

په دې راپور کې راغلي، چې په روان میلادي کال کې ۵.۴۸ سلنه زیان د طالبان له خوا، ۷.۲۶ د نامعلوم اړخ له لوري، ۵.۱۵ سلنه د حکومتي چارواکو، ۳.۶ سلنه د داعش له لوري،  ۳.۲ سلنه زیان نړیوالو ځواکونو اړولی دی.

د دې راپور پر بنسټ ۱۲.۳۱ سلنه زیان پر کونړ، کندهار، پکتیا او خوست‌ د پاکستاني پوځیانو له راکیټونو اوښتی.