21-07-26 at 15.20.36

په کندهار کې د جګړو دوام؛ ۹ تنه وژل شوي ۲۴ ټپیان دي

neshananews

26 July 2021

د کندهار روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کندهار کې ۳۳ ملکي او نظامي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د کندهار د مېرويس حوزوي روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد وايي، وايي مرګژوبله د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې اوښتې، چې دوی ته تر اوسه ۹ جسدونه او ۲۴ ټپیان وروړل شوي. د فرهاد په خبرو د جګړې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځینې روغتیايي سرچینې وايي، په وژل شویو کې اووه تنه نظامیان دي.

ياده دې وي په کندهار کې له تېرو څو اوونيو راهيسې د افغان ځواکونو او طالبانو جنګ جګړو زور اخيستی؛ خو د جګړې زيات قربانيان ملکي وګړي دي.